CRI Online

د ملي سمسورتيا لپاره د اساسي قانون قوي ضمانت برابريږي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 15:27:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مارچ په ۱۲مه نېټه د چين د خلکو په ورځپاڼه کې سرمقاله خپره شوه چې عنوان يې دی د ملي بيا سمسورتيا لپاره د اساسي قانون قوي ضمانت برابريږي.

د چين د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده تصويب شوه چې دا د زمانې تمايل دی او زمونږ د چارو پرمختيايي اړتيا او د چين د کمونېست ګوند او د خلکو هيله هم ده.دغه راز د دې مسودې تصويبېدل په هر اړخيزه توګه له قانون سره سم د هېواد د ادارې او د هېواد د اداري سيستم او توان د عصري کېدو د پرمخبيولو لپاره ستر تدبيرونه دي او په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليزم ته د پرمختګ ور کولو لپاره د اساسي قانون د لا ستر رول لوبولو او د دوو سل کلن موخو د تر سره کولو اوهم د چين خوب د رښتيا کولو په غرض د اساسي قانون د ضمانت برابرولو لپاره ستر اهميت لري.

رئيس شي جين پينګ پردې ټينګار وکړ چې که له قانون سره سم هېواد اداره کړو،تر هر څه لومړی بايد د اساسي قانون له مخې د هېواد پر ادارې ټينګارکړو .که له قانون سره سم پرواکمنۍ ټينګار وکړو، نو بايد د اساسي قانون له مخې واکمني وکړو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای