CRI Online

جنګ شياو سونګ: د اساسي قانون تعديل نامه په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګولو او ابادولو لپاره ځواکمن ضمانت برابروي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 15:27:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ۱۱مه نېټه د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په اړه درېيمه عمومي ناسته تر سره شوه، چې پکې د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده په زياتو رايو تصويب شوه.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي جنګ شياو سونګ له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، د يادې مسودې په اړه د بحث او مشورې په بهير کې ډيموکراسي په پوره توګه استعمال شوې او د کمونېست ګوند پرلارښوونې، د خلکو پر پرېکړو او له قانون سره سم پر حکومتوالۍ د ټينګار کولو عملي تمرين ترسره شوی دی، چې دا د چين د ځانګړتيا لرونکي ډيموکراسۍ د سياسي وړتيا څرګندونه هم ده.

جنګ شياو سونګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د اساسي قانون تعديل، ددې قانون د تطبيق لپاره دی.

د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوې مفکورې او مهمې تګلارې، په تېره بيا په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي نظريې په اساسي قانون کې شاملول د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګولو او ابادولو لپاره د اساسي قانون ځواکمن ضمانت برابروي او ستر اهميت لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای