د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دوو ملي جرګو کلنۍ غونډې په نړۍ کې د پاملرنې وړ دي.په دې وروستيو ورځو کې د ايران د تهران پوهنتون د نړيوالو اړيکو پروفيسر بهزاد شاعضده له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د صدراعظم لي که چيانګ د حکومتي کاري راپور ،د چين د اقتصاد د پرمختيايي مفکورې ، له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تر لاسه شويو لاسته راوړنو مثبته ارزونه وکړه .
نوموړي چې د بريټانيا د کامبريج پوهنتون ډاکتري درجه لري او له ۳۵ کلونو راهيسې د چين مسئلو په څېړنې بوخت دی،د حکومتي کارونو د سږني راپور لوړه ارزونه وکړه.هغه وويل چې په دې راپور کې د بېلا بېلو برخو په اړه محتويات شامل شوي دي چې نه يوازې د تېرو پنځو کلونو د کارونو يادونه پکط شوې ده بلکې د راتلونکي پرمختګ لوری يي هم روښانه کړی دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |