د چين نيوز اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۹مه نېټه د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د ختيځ جوا ايالت په سوربيا ښار کې د جيپې په نوم د ګمرکي سيمې د صنعتي پارک د لومړې مرحلې د بشپړېدو په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه صنعتي سيمه د اندونيزيا د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په اړه يوه ستراتيژيکه پروژه بلل کېږي. په دغو مراسمو کې د دې هېواد د ترانسپورټ وزير، د صنعت وزير او د پانګونې د هماهنګي کمېټې رئيس په شمول څه باندې لسګونو جګپوړو مامورينو ګډون کړی و او د اندونيزيا په سوربيا ښار کې د چين عمومي کونسل ګو جينګ چي هم پکې حاضر و.
دغه صنعتي پارک د اندونيزيا د AKR شرکت، د بندري چارو د درېيم شرکت او د چين د ترانسپورټ جوړونې د شرکت لخوا په ګډه جوړېږي، او پراخوالی يې نږدې درې زره هکتاره دی او په اندونيزيا کې لومړی عمومي صنعتي پارک دی چې پکې د صنعتي چارو برخه، بندر او د استوګنې او د ژوند اسانتياوې شاملې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |