د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اسرائيلو د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه وويل چې د دې هېواد مشهوره پوځي تصدي يعنې د ايلبيټ سيستماتيک شرکت به د پوځي صنعت په برخه کې د دغه هېواد د دولتي شرکت د اخيستلو لپاره ۵۲۲ مليونه امريکايي ډالره ور کړي.
د اسرائيلو د ماليې وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې اسرائيلي حکومت د دې شرکت د پلورلو کارونه تر سره کړي دي.که د اسرائيلو پوځي صنعتي شرکت په نورو هېوادونو کې خپل کلنۍ موخه بشپړ کړي، نو ايلبيټ سيستماتيک شرکت به نور ۲۹ مليونه امريکايي ډالره د اسرائيلو حکومت ته ور کړي.
د اسرائيلو خبري رسنيو د خبر له مخې ايلبيټ شرکت به د پوځي صنعتي شرکت فابريکه د دې هېواد له منځنۍ برخې څخه د نيګيف سيمې ته انتقال کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |