CRI Online

نړيواله ټولنه د چين د ملي ولسي کانګرس لخوا د اساسي قانون د تعديل نامې د مسودې تصويبېدو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 16:15:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۱مه نېټه د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په بهير کې د رايګيرۍ له لارې د چين د ولسي جمهوريت د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده تصويب شوه. د نړۍ عمده خبري رسنيو د دې پېښې په اړه راپورونه ورکړل او د بېلا بېلو ټولنو بهرنيو شخصيتونو وويل، د چين دغه عمل مناسب دی چې په نوې زمانه کې د خپل پرمختګ لپاره ضمانت برابروي او ستر اهميت لري.

د چين د کمونېست ګوند لارښوونه چې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم اصلي خصوصيت دی، په اساسي قانون کې شامله شوه، د بېلا بېلو ټولنو بهرنيو شخصيتونو وويل، دا به د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نظام تر ټولو لويه وړتيا ټينګه کړي او د دې به ضمانت وشي چې د چين بېلا بېلې چارې پر سم لوري روان دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای