CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټه: په ټاکلې موده کې به د قانون له مخې د مالياتو اخيستلو دنده سر ته ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-12 16:25:50

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس تر دايمي کمېسيون لاندې د مالي کميټې د مشر مرستيال وژتو د مارچ په ۱۲ مه نېټه وويل چې د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټه به د قانون د جوړولو بهير چټکتيا لپاره د اړوندو څانګو هڅونه وکړي او په ټاکلې موده کې به د قانون له مخې د مالياتو اخيستلو دنده سر ته ورسوي.

هغه د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د مالياتو اخيستلو په اړه د قانوني اصولو پلي کول د چين د کمونېست ګوند د ١٨مې مرکزي کميټې په دريېمه غونډه کې وړاندې شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای