د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په دوولسمه نېټه وويل، چې ښايي په ۲۰۲۲ کال کې به روسيه زراعتي صادراتي هېواد شي.
پوتين په همدې ورځ د روسيې په جنوبي کراسنودار ښار کې د روسيې د زراعتي توليداتو په فورم کې وويل، چې د ۲۰۰۰ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د روسيې د زراعتي او خوراکي توکو صادراتي ارزښت ۱۵ برابره زيات شوی دی. وړاندوينه کيږي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د روسيې زراعتي صادراتي ارزښت تر وارداتي ارزښت زيات شي او روسيه به زراعتي صادراتي هېواد شي.
د روسيې د زراعت وزارت شمېرنه ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د روسيې د زراعتي او خوراکي توکو صادراتي ارزښت له ۲۰ مليارډو ډالرو نه اوښتی و.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |