د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا پوليسو د مارچ په دوولسمه نېټه وويل، چې په دې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد د سينترال ولايت په کاندي سيمه کې د زورزياتي پېښه وشوه او پوليسو په دغه پېښه کې د لاس لرلو او يا په ټولنيزو رسنيو کې د کرکېجنو خبرو د خپرولو په تور تر ۲۳۰ زيات کسان نيولي دي. اوس د کاندي سيمې امنيتي حالت ګام پر ګام د ښه کېدو پر لوري روان دی.
د رسمي سرچينې شمېرنه ښيي، چې د زورزياتي پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او کابو ۴۰۰ کورونه او دوکانونه ويجاړ شوي دي.
د اړوند خبر له مخې د زورزياتي پېښه د سنهاليانو او مسلمانانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوه. د سريلانکا ولسمشر په شپږمه نېټه د هېواد په کچه د يوې اوونۍ بېړنی حالت اعلان کړ.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |