د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، يوه الوتکه چې د بنګلاديش له پلازمينې ډاکه څخه د نيپال کتمندو ته ورانه وه، د کتمندو په هوايي ډګر کې د کښته کيدو پر مهال ولويده چې له امله يي ۴۹تنه مړه او ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي. په الوتکه کې يو چيني مسافر شته چې د ده حالت تر اوسه مالوم نه دی.
دغه الوتکه د بنګلاديش د يو ايس بنګلا ايرلاين شرکت د بي ايس ۲۱۱ الوتکه ده چې د ۷۸ تنو کسانو د وړلو اجازه لري. په دغه الوتکه کې ۶۷ مسافرين او څلور کارکوونکي شپاره وو چې ۲۸ ښځې او د بنګلاديشسدوه ماشومان شامل وو.
په نيپال کې د چين سفارت سمدلاسه د بيړنې پيښې د حلولو ميکانيزم پيل کړ او د پيښې په ځای کې يې د چيني اتباعو د مړګژوبلې په اړه پلټنه وکړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |