CRI Online

د لي که چيانګ په شمول ځينو مشرانو په جلا جلا توګه د چين د ملي ولسي کانګرس د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 10:56:52

 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين صدراعظم لي که چيانګ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي لي جان شو ،د دې سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ ،د دغې سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د مرکزي سکتريت سکريتر وانګ هو نينګ ،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د مرکزي انضباطي کميټې منشي جاو له جي او د يادې سياسي بيورو دايمي غړي هان جنګ د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه سهار په جلا جلا توګه د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د ځينو پلاويو په بحثونو کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ د هو نان ولايتي پلاوي په بحث کې د ګډون په ترڅ کې وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په مشرۍد چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې په ډېرو کارونو کې ښې پايلې تر لاسه کړي دي.د نوموړي د يادې کميټې مشر جانګ ده جيانګ له کاري راپور سره موافقه وکړه او د دوی کارونه يې وستايل.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای