CRI Online

پاکستان او ايران به په ګډه د نړيوالو ترهګريزو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 15:17:18

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصيف د مارچ په ۱۲مه نېټه په اسلام اباد کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د افغانستان امنيتي حالاتو په اړه انديښنه وښوده او په ګډه يې دا نظر وښود چې د نړيوالو ترهګريزو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې به همکارۍ پياوړې کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د سيمه ايزو او نړيوالو امنيتي حالاتو په هکله د نظريو تبادلې وکړې او په افغانستان کې د داعش موجوديت او د دې سيمې امنيت ته د داعش ګواښونو په اړه انديښنه څرګنده کړه او پر دې يې ټينګار کړی چې دواړه هېوادونه بايد د نړيوالو ترهګريزو ډلو پر وړاندې مبارزه کې همکارۍ نژدې کړي.

په اعلاميه کې ويل شوی چې دواړو وزيرانو په خبرو اترو کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه وکړه او له دې نه ملاتړ کوي چې له سياسي لارې په افغانستان کې د کورنيو نښتو مسئلې حل کړي او په افغانستان او دغه سيمه کې د دايمي سولې او ثبات هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای