CRI Online

چین له لمریزو وړانګو څخه ډک لوی هیواد دی

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 15:22:30
چین له لمریزو وړانګو څخه ډک لوی هیواد دی

په افغانستان کې د چین لوی سفیر لیو جین سونګ

په دې وروستیو ورځو کې په چین کې د ملي ولسي کانګرس او ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې کلنۍ غونډې روانې دي چې دا د چین په سیاسي ډګر کې یوه مهمه پیښه بلل کيږي. ځینو افغان دوستانو ما ته مبارکي څرګنده کړه او ویې ویل چې په تیرو پنځو کلونو کې د رئیس شي جین پینګ حکومتوالي د نړیوالې ټولنې لوړې ستاینې ترلاسه کړي او صدراعظم لي که چیانګ په حکومتي کاري راپور کې د چین د پرمختګ لپاره مهم ترتیبات کړي دي. دغه راز افغانان هم غواړي چې یادې دوې غونډې به د چین او افغانستان دواړو خواوو ته کوم کوم زیري ورسوي.

په افغانستان کې پسرلی دی چې د پسرلي فضا زیاته ده او لمر یی هم ښه دی. زما په نظر د چین او افغانستان ترمنځ اړیکې هم له لمريزو وړانګو څخه ډکې دي.

لومړی، چینایان د لمریزو وړانګو په شان دي .

چین او افغانستان دواړه متمدن هیوادونه دي چې پنځه زره کلن تاریخ لري او خلک مو په عمده توګه کرنیز ملیتونه دي. چینایان سوله بښونکي خلک دي او هیڅکله د نورو هیوادونو خاورې نه غواړي. چینایان باادب، باوري، مېلمه پال او خوشبین خلک دي. په چین کې دوې لرغونې جملې د چینایانو فیلوسیفي نظر څرګندوي چې یوه یې ده "خلک باید د اسمان په شان په ټینګې ارادې سره پخپله کوششونه وکړي". او بله یې ده "هر کار یا هر شی که موږ پخپله یی نه غواړو، باید د بل د اوږو بار یې نه کړو".

هر افغان دوست چې چین ته سفر کوي، په واټ، هوټل یا په اورګاډي یا میترو کې چینایان کتلی شي چې په خپل کار بوخت دي ، له خپل ژوند سره شوق او ذوق لري او پر نورو کسانو هم مهربان دي. په ښارونو کې چیني کارکوونکي د سهار په ۸ بجو په خپلو کارونو پیل کوي او کله کله د شپې په ۱۰ بجو کور ته ځي. هر ځوان چې له بې پایه قوت څخه ډک دی، د خپلو هلو ځلو له لارې د هیواد پیاوړتیا، د کورنۍ شتمنتیا او د خپل ځان انکشاف لوی امید پوره کوي. د اړوندې شمیرنې له مخې څه دپاسه ۸۰ سلنه چیني ځوانان باور لري چې خپل اقتصادي حالت به د تیر نسل په پرتله بهتر وي چې دا په امریکا، جاپان او اروپا کې نه لیدل کیږي.

دوهم، اوسنی او راتلونکی چين له لمريزو وړانګو څخه ډک دی.

د تېر کال په اکتوبر کې د چين کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې تر ۲۰۵۰کال پورې د هېواد پرمختيايي موخې او د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ افکارو تاريخی مقام ټاکل شوی دی. په دغه ملي کانګرس کې شي جين پينګ يو ځل بيا د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د عمومي منشي په توګه انتخاب شوی دی. له تېرو ۵ کلونو راهيسې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت يعنیGDP له ۸زرو مليارډو نه ۱۲زرو مليارډو امريکايي ډالرو ته زيات شوی دی. په تېر کال کې د GDP زياتوالي اندازه د استراليا له کلني GDPسره برابره وه. د چين اقتصادي عمومي اندازه د نړيوال اقتصاد له ۱۱.۴ نه ۱۵ ته زياته سلنه نيولې او د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې د چين برخه هم څه باندې ۳۰٪ ده چې د امريکا، جاپان او اروپا له مجموعې نه لا هم زياته ښکاري. له تېرو ۵ کلونو راهيسې په چين کې کابو ۶۶ مليونو تنو ښاري اوسېدونکو نوي کارونه پيدا کړي او ۶۸ مليونو تنو له بېوزلۍ نه ځانونه ژغورلي چې دغه شمېر د برېتانيا له نفوس سره برابر دی. په چين کې څه دپاسه ۹۰۰مليونه تنه په رنګا رنګو ټولنيزو بيمو کې شامل شوي چې د امريکا په پرتله کابو ۳ چنده زيات دی. د چټکو اورګاډيو لپاره د پټليو اوږدوالی ۲۵ زرو کيلومترو ته رسېږي چې د نړۍ دوه په درېیمه برخه نيسي. د ځنګلونو عمومي مساحت څه باندې يو لک مربع کيلومتره زيات شوی چې د زياتوالي مساحت د ايسلند د عمومي مساحت سره برابر دی. نن ورځ په چين کې هره ورځ نژدې ۱۶ زره نوي شرکتونه رامنځته کېږي. په چين کې د انترنيټ کاروونکو عمومي شمېر له ۷۷۰ مليونو څخه اوښتی دی. په ننني چين کې هره ورځ تقريباً ۴۲۰۰ چټک اورګاډي تګ راتګ کوي، د هېواد بېلا بېلو ځايونو ته ۸۰ مليونه پکېجونه لېږدول کېږي، نژدې ۸۰ زره موټرونه پلورل کېږي او ۲۲۰ زره فلمونه نندارچيانو ته وړاندې کېږي. اټکل کېږي چې سږ کال ښايي د چين اقتصاد ۶.۵٪ زياتوالی ومومي او تر ۵ کلونو وروسته به د هر تن پر سر د GDPمنځنۍ اندازه له ۱۲زرو امريکايي ډالرو څخه واوړي. سږ کال ښايي ۱۱ مليونه تنه ښاري اوسېدونکي استخدامي فرصتونه پيدا کړي او د پيسو پاړسوب او بې کارۍ انډوال به په جلا جلا توګه له ۳٪ او ۵.۵٪ نه کم کنټرول شي. چين اوس د ۴۳ هېوادونو لپاره تر ټولو لوی صادراتي بازار ګرځېدلی دی. د روان کال په نومبر مياشت کې به د چين په شانګهای ښار کې د وارداتو نړيوال نندارتون ترسره شي چې دا به د لويو هېوادونو لپاره لومړی ځل وي. چين به د راتلونکو ۵ کلونو لپاره له بهر نه د ۱۰ زرو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز توکي او خدمتونه وارد کړي، د ۶۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په اندازه بهرنۍ پانګونې به ځان ته جلب کړي او په بهر کې به د ۷۵۰ مليارډوامريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې وکړي. دغه راز بهر ته د چيني سيلانيانو عمومي شمېر به تر هغه وخت پورې له ۷۰۰مليونو تنو څخه واوړي. دا به بېلا بېلو هېوادونو ته سترې ګټې ورسوي. چين په ۳ کلونو کې د ۳ لکو تنو سرتېريو د کمولو موخه تر اوسه پوره کړې او په نړۍ کې د لومړۍ کچې پوځ د ابادولو په خاطر د پوځي اصلاحاتو په چټکولوبوخت دی.

لمريزې وړانګې هم دغه معنی ورکوي چې واکونه بايد تر لمر لاندې پلي شي، حکومتوالي دې د اساسي قانون په رڼا کې تر سره شي، قانوني نظام دې په پر له پسې توګه بشپړ شي او له فساد سره دې ټينګ مخالفت وشي. له تېرو ۵ کلونو راهيسې په چين کې ۱۰۱ لوړپوړي چارواکي تر محاکمې لاندې راغلي چې کچې يې له ولايته هم لوړې وې. چين به په راتلونکې کې له فساد سره خپلې جدي مبارزې ته پر له پسې زور ورکړي او د څارنې اونظارت دولتي کمېټه به جوړه کړي څو چې واکونه د نظامونو لخوا کنترول شي او چارواکي دټاکلو قوانينو او قواعدو له مخې خپل کارونه تر سره کړي.

درېيم، د چين ديپلوماتيکې پاليسۍ له لمریزو وړانګو څخه ډکې دي.

چين د سولې او پوهې روښانه هېواد دی، د چين کمونيست ګوند نه يوازې د خلکو د نيکمرغۍ لپاره ، بلکې د انسانانو د پرمختيايي چارو لپاره هم هڅه کوي.

د چين د اساسي قانون په تازه تصويب شوې تعديل نامه کې پر يوې مادې ټينګار شوی چې د چين د انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو لاسته راوړنې د نړۍ د خلکو له ملاتړ څخه نه شي جلاکيدای. يوه بله سمه شوې ماده ده چې چين د سوله ييز پرمختګ پر لارې او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ورخلاصون پر ستراتېژۍ ټينګار کوي.

د چين ديپلوماتيکې پاليسۍ او لارې چارې روښانه دي او چا ته به دوکه ورنه کړي او نه هم چا ته به دسيسې جوړې نه کړي.

د چين ديپلوماتيکې پاليسۍ سوله ييزې دي، د چين ملي پاليسي ده، د چين امنيتي پاليسي په ټوليز ډول پر متقابل او ګډ خونديتوب ټينګار کوي. چين په ټينګه د نړيوالې سولې د جوړونکي ، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکي او د نړيوال نظام د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوي او غواړي چې د متقابل درناوي، عادلانه، متقابلو ګټورو همکاريو پر بنسټ نوې نړيوالې اړيکې ټينګې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. زموږ ماشومان دې په دايمي سوله ييزه، خوندي، ګډه سمسوره، لويه زړه لرونکې او پاکه او ښکلې نړۍ کې واوسيږي چې دا د چين او افغانستان د خلکو ګډه هيله ده.

چين که هرڅومره پرمختګ وکړي، خو بيا هم افغانستان او نور پرمختيايي هېوادونه به ملګري او د خپلې ديپلوماسۍ بنسټ وبولي. چين د کوچنيو او کمزورو هېوادونو لپاره عدالت ساتي او تر خپلې وسې پورې له نسبتاً وروسته پاتې هېوادونو سره د ودې مرسته کوي.

چين فکر او پلان نه لري چې د امريکا مقام ونيسي، زموږ خپل کاروبار زيات دی، د هېواد پرمختيايي لاره لا اوږده ده، اوس مهال د چين جي ډي پي يوازې د امريکا په پرتله د دوه پر درېيمې سره برابر دی چې د هرتن په سر د امريکا تر يوې پر شپږمې کم دی، پوځي لګښت يې د امريکا تر يوې پر درېيمې کم دی.

که چين پياوړی شي، خو نړۍ لويه ده او اسماني ښامار او باز پکې په ګډه ځاييږي. څو ورځې مخکې مې په افغانستان کې د امريکا له لوي سفير باس سره په ګډه د چين او امريکا د ديپلوماتانو د روزنيز پروګرام د اومې کليزې د يادونې په فعاليت کې ګډون وکړ. افغانستان دې د لويو هېوادونو د همکارۍ بندر شي، د سيالۍ جنګي ميدان دې نه ګرځي.

په نننۍ نړۍ کې سړه جګړه مناسبه نه ښکاري او د کوچنۍ ساحې مقاومت هم بازار نه لري. نړۍ کې داسې پرمختيايي لاره او سياسي مودل نه شته چې د ټولو لپاره د تطبيق وړ وي، دغه راز د تاريخ پايله هم نه شته. د بېلابېلو هېوادونو چارې دې د خپلو خلکو لخوا ترسره شي او پر نړيوالو چارو دې ګډه سلامشوره وشي.

څلورم، د چين لخوا د يو کمربند او يوې لارې وړانديز هم له لمريزو وړاندګو څخه ډک ښکاري.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز اصلاً د ورېښمو لرغونۍ لارې په ميراث راوړل يا خپرول دي. دا د يو بل د ځانګړتياوو د متقابلې بشپړتيا لپاره يوه لار ده، د بېلا بېلو هېوادونو په خدمت يوه لاره او د سولې د راوړلو لار هم ده. يو کمربند او يوه لار د چين يو روښانه وړانديز دی چې اصلي قانون يې ګډه سلامشوره، ګډه ابادي او شريک دي. يو کمربند او يوه لار د ټولې نړۍ لپاره خدمتونه کوي چې د نړيوالو قوانينو او بازاري قواعدو درناوی به وکړي او له لوړ معيار او ښه کيفيت سره به سمون ولري. هر څه که پلانيزې نقشې يا مشخصې پروژې وي، د مختلفو ګډون کوونکولخوا تر ګډې سلامشورې وروسته به تر لمر لاندې تر سره شي. هېڅوک ځانګړي واکونه نه لري او رازونه هم پکې نه پيدا کېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پراتوهېوادونو سره د سوداګرۍ عمومي ارزښت ۱۱۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د۲۰۱۶ کال په پرتله ۲۶.۸٪ زياتوالی موندلی دی. د چین تصدیو په یادو هېوادونو کې ۱۴.۴ ملیارډه امریکايي ډالره مستقيمې پانګونې کړي دي.

په نننۍ نړۍ کې که يو لوی يا ځواکمن هېواد وي، نو له نورو هېوادونو سره دې د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې مرسته وکړي، د استخدامي فرصتونو د برابرولواو د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخو کې دې له وروسته پاتې هېوادونو څخه ملاتړ وکړي.لوی هېوادونه بايد د نورو هېوادونو ستونزو ته خپلې سترګې پټې نه کړي او د نړيوالې همکارۍ په ګټه د نورو هېوادونو وړانديزونو ته بايد بدې خبرې و نه کړي. متقابل پيوستون د يو کمربند او يوې لارې وړانديز مهم محتويات دي. افغانستان به په دې برخه کې عمده ګټه اخيستونکی وي. په تېره مياشت کې د موټر په وسيله د چين، قرغېزستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو لېږد رالېږد په رسمي توګه پيل شو چې له دې امله د مالونو انتقالي وخت په منځنۍ توګه ۲.۳ ورځې کمې شوې او د هر ټن مالونو انتقالي لګښت هم له ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ امريکايي ډالرو پورې سپما شوی دی. همدا شان همکاري د افغانستان لپاره لا زيات فرصتونه برابرولای شي. په راتلونکې کې که د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهليز په مناسبو لارو چارو افغانستان ته اوږد شي، نو افغانستان به د ورېښمو لارې د يوې مهمې څلور لارې په توګه د بيا سمسورتيا په اړه خپل خوب ته لا نژدې شي.

پنځم، د افغانستان په اړه د چين تګلارې او د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې له لمریزو وړانګو څخه ډکې دي.

چين او افغانستان ترمنځ اړيکې څه باندې دوه زره کلن تاريخ لري او د وخت له ازموينو څخه وتلي دي. چين تل د افغانستان په اړه صادقانه رويه غوره کړې او کوي يې او هېڅ پټه نظريه نه لري. چين تل له افغانستان سره دوستي، په افغانستان کې خپلې ښې بڼې او د دواړو خواوو د همکارۍ برياليتوب ته ارزښت ورکړی او کوي يې. اغېزمنه بڼه او لرغوني دوستي په افغانستان کې د چين تر ټولو لوی ميراث دی.

د م م د امنيت شورا د دايمي غړي او د يو مسئولانه لوی هېواد په توګه، چين د افغانستان مسئلې په شمول يو لړ نړيوالو تودو موضوعاتو کې ګډون کړی او په راتلونکي کې به هم په فعاله او دوامداره توګه پکې برخه ولري.

چين د دغو نړيوالو تودو موضوعاتو په اړه خپل اصل او ځانګړتيا لري:

لومړی د سولې اصل يعنې چين پر دې ټينګار کوي چې بايد په سياسي توګه او د خبرو اترو له لارې اړوند توپیرونه او اختلافات لرې شي، او له خرافاتي عقيدې او د زور له ناوړه استفادې سره مخالفت کوي.

دوهم د قانونيت اصل يعنې چين په ټينګه سره د م م له منشور او پرېکړو سره سم عمليات غوره کوي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي، د اړوند هېواد د حاکميت، امنيت او ملي شرافت درناوی کوي. چين له دې سره مخالفت کوي چې په جبر او زور سره خپله نظريه پر نورو ومني.

درېيم رغنده اصل دی يعنې چين پرعيني او عادلانه دريځ ټينګار کوي چې د پېښې د اصلي بڼې له مخې همغږي ترسره شي.

چين د اقتصادي پرمختګ او د روزګار د زياتوالي په اړه د افغانانانو اړتيا ته ډېره پاملرنه کوي. تېر کال د افغانستان د خوږو بوټو، زغفرانو، عطرو او طبي بوټو صادراتي ازرښت ۱۴۴ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې زياتره توکي يې د چين په شمول ګاونډيو هېوادونو ته صادر شوي دي. په ۲۰۰۲ کال کې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز ارزښت يوازې ۲۰ مليونه امريکايي ډالره و، اوس دغه رقم يو اعشاريه يو مليارډه امريکايي ډالرو ته زيات شوی چې څه باندې ۵۰ چنده زيات شوی دی. په افغانستان کې چينی تصديو افغانانو ته د روزګار زرګونه فرصتونه برابر کړي دي.

يوه اصطلاح ده، دنده لوری ده، تجربه پانګه ده او شخصيت برخليک دی. د يو لوی هېواد په توګه د چين د مسئولانه رويې، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د دوستانه بهير او د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو د روښانې او فعالې ځانګړتيا په رڼا کې د چين د کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس او د چين دوه جرګې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته نوی حياتي ځواک او نوې هيلې ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای