CRI Online

ښايي د امريکاسوداګريزه جګړه نړيوال اقتصاد ته ۴۷۰ مليارډه ډالر تاوان ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 15:31:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا اقتصاد پوهانو د مارچ په دوولسمه نېټه خبرداری ورکړ چې که د ډونالډ ټرمپ حکومت هراړخيزه سوداګريزه جګړه پيل کړي،نو ښايي تر ۲۰۲۰ کال پورې نړيوال اقتصادي تاوان ۴۷۰ مليارډو ډالرو ته ورسيږي.

په همدې ورځ د بلومبرګ خبري اژانس لخوا خپور شوي رپوټ کې راغلي، چې که د ټرمپ حکومت لخوا د پيل شوې سوداګريزې جګړې له امله نړيوال ګمرکي ماليات ۱۰٪ زيات شي، نو تر ۲۰۲۰ کال پورې به نړيواله سوداګريزه اندازه ۳.۷٪ راټيته شي او نړيواله اقتصادي پيمانه به ۰.۵٪ کمه شي.

د بلومبرګ د اروپا اقتصاد پوه جمي موراي او د اسيا اقتصاد پوه ټام اورليک وړاندوينه کړې چې د امريکا اقتصادي زيان به ۰.۹٪ وي چې تر نړيوال اقتصادي زيان به د دغه هېواد زيان زيات شي او امريکا به د سوداګريزې جګړې له لويو قربانيانو څخه وي.

نوموړو دوو اقتصاد پوهانو ويلي، چې د ګمرکي مالياتو د زياتېدو له امله به صادراتي بيه لوړه شي او د انفلاسيون کچه به نوره هم زياته شي. که د امريکا د زېرمې فيدرالي کمېټه د انفلاسيون د مخنيوي لپاره سود زيات کړي، نو د امريکا اقتصادي وده به لاکمه شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای