د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز د مارچ په دوولسمه نېټه وويل، چې سپينه ماڼۍ د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا لوی مشر کيم جونګ اون ترمنځ کتنې ته سترګې په لار ده.
سارا سنډرز په همدې ورځ خبري ناسته کې وويل، چې امريکا د شمالي کوريا بلنه ومنله او د دغې کتنې ته د تياري په هڅه کې ده. خو نوموړې د کتنې ځای او وخت نه په ګوته کړی.
سارا سنډرز وويل، که شمالي کوريا د کړې شوې ژمنې مراعات وکړي، نو کتنه به د ټاکلي پلان له مخې ترسره شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن په همدې ورځ نايجريا ته د سفر پر مهال وويل، چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د کتنې په اړه ترتيبات لاهم په ابتدايي مرحله کې دي، تراوسه امريکا د شمالي کوريا اړوند خبرونه نه دي ترلاسه کړي، امريکا به حوصله وکړي او ورته به انتظار وباسي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |