CRI Online

د چين د حکومتي ارګانونو د اصلاحاتو لايحه د سنجش لپاره د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته وړاندې شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 15:55:50

د مارچ په ديارلسمه نېټه د چين د حکومتي ارګانونو د نوي پړاو د اصلاحاتو لايحه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غوندې ته وړاندې شوه. د دغې لايحې له مخې به د چين تر ټولو لوړ اداري ارګان يعنې دولتي شورا ۲۷ څانګې ولري چې پکې به د طبيعي سرچينو وزارت، د ايکولوژيکي چاپيريال وزارت ، د کرنې او کليوالو سيمو وزارت ، د کلتور او سيلانۍ وزارت ، د عامې روغتيا ملي کمېټې او د تقاعد شويو سرتېريو د چارو وزارت په شمول څو نوي ارګانونه شامل شي.

د چين د دوو مجلسونو له پيل مخکې د چين د کمونيست ګوند د نولسمې دورې د مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د دې ګوند او دولتي تشکيلاتو د ژورو اصلاحاتو پرېکړه ليک او پلان تصويب شول. د دغو اصلاحاتو هدف د هېواد د حکومتوالۍ سيستم او توان عصري کول دي.

د مارچ په ۱۳ مه نېټه د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډې ته وړاندې شوې لايحه يوازې د چين د حکومتي ارګانونو په اصلاحاتو پورې اړونديږي.

د چين د دولتي شورا غړي وانګ يونګ ملي ولسي کانګرس ته د اړوند پلان د معرفي پر مهال وويل، د اصلاحاتو موخه د حکومتي ارګانونو د مسئوليت روښانول، د حکومتوالۍ سيستم قانوني کول او د حکومت د تطبيق توان لوړول دي ،ترڅو د خلکو په خوښه حکومت جوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای