CRI Online

د چين د دولتي دارايو د نظارت او ادارې کميټې مشر :چين ته د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تصديو د داخلېدو هر کلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 16:25:36

 

د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د چين د دولتي دارايو د نظارت او ادارې کميټې مشر شياو يا چينګ د ۱۳مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په اړه له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې يو کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د استخدام او اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي دي اود چين حکومت چيني بازار ته د دغو هېوادونو د تصديو د داخلېدو هر کلی کوي.نوموړي وويل چې د چين دولتي تصديو د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې ډېرې پروژې جوړې او بشپړې کړي او پرمختګونه يې موندلي دي.يو کمربند او يوې لارې نړۍ ته د چين د دولتي تصديو د ننوتلو لپاره ډېر نوي فرصتونه برابر کړي دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای