CRI Online

د ۲۰۱۸ کال لپاره د ‌ذروي انرژۍ نړيوال نندارتون به په پاريس کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 16:48:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فرانسې د سوداګريزې پانګونې ادارې وويل چې د ذروي انرژۍ ۳مې دورې نړيوال نندارتون به د روان کال د جون له ۲۶مې نيټې څخه تر ۲۸مې نيټې پورې په پاريس کې تر سره شي .

دغه نندارتون به په نړۍ کې ستر پرمختګ او په شبکه کې د درېيم نسل ‌ذروي رياکتورونو د شاملېدو ،د ځينو لويو پروژو د پيل او د اړوندو تخنيکونو د نوښت په شمول د ذروي انرژۍ په برخه کې تر لاسه شوي لاسته راوړنې وستايي.سربېره پردې په دغه نندارتون کې به غوره شخصيتونو ته د ذروي انرژۍ د نندارتون جايزې هم ور کړی شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای