CRI Online

انټونيو ګوټرس:سوريه کې د اوربند په اړه د امنيت شورا پرېکړه نه ده تطبيق شوې

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 16:53:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټرس د مارچ په دوولسمه نېټه وويل، چې په ټوله سوريه کې د اوربند۲۴۰۱ مه پرېکړه کومه چې څو موده وړاندې د م م امنيت شورا تصويب کړه، تراوسه نه ده تطبيق شوې.

ګوټرس په همدې ورځ امنيت شورا ته د نوموړې پرېکړې د تطبيق حالاتو د راپور پرمهال وويل،چې د پرېکړې له مخې سمدستي اوربند نه دی رامنځته شوی، بشري مرستې په خوندي، سالمه او مداومه توګه نه ليږدول کيږي، ځيني سيمې لاهم کلابندې دي، سخت ناروغان نه دي انتقال شوي او پر نړيوالو قوانينو او د بشري حقوقو پر نړيوال قانون لاهم سترګې پټيږي.

ګوټرس وويل، که په ځينو سيمو کې پوځي شخړې کمې دې،خو د سوريې په ختيځه غوطه او عفرين په شمول ځينو سيمو کې لاهم تاوتريخوالی روان دی. نوموړي د سوريې مسئلې د سياسي حل لارې پر اهميت ټينګار وکړ، له اړوندو خواوو نه يې د ۲۴۰۱ مې پريکړې د هراړخيز تطبيق غوښتنه وکړه او د سوريې په حالاتو له اغېزه لرونکو هېوادونو نه يې وغوښتل چې د م م له هڅو څخه ملاتړ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای