CRI Online

چين به په مداومه توګه د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره ځانګړی رول ولوبوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-13 19:10:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د مارچ په ديارلسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين به په مداومه توګه د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره ځانګړی رول ولوبوي.

نوموړي وويل، چې چين تل له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو، د دغې ټاپووزمې د سولې او ثبات د ساتلو او د ډيالوګ له لارې د دغې مسئلې د حلولو لپاره کوښښ کوي. موږ به په مداومه توګه خپل ځانګړی رول ولوبوو او د مختلفو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړو، تر څو د خبرو اترو له لارې ښې پايلې به تر لاسه شي او د خبرو اترو له لارې به د دغې ټاپوزمې سوله او ثبات وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای