د سين هوااژانس د خبر له مخې، د Ant Fanancial په نامه د چين يو پولي شرکت د مارچ په ۱۳مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د ۱۸۴ مليونو او ۵زرو امريکايي ډالروپه ارزښت د پانګونې اعلان وکړ. ياد شرکت به په پاکستان کې د ناروي د مخابراتو شرکت فرعي څانګې شرکت ۴۵سلنه اسهام واخلي او په پاکستان کې به د چين د عليپې په شان د ګرځنده ټليفون په وسيله پولي خدمت تر سره کړي.
د مالوماتو له مخې، ياد شرکت به د تخنيکونو او تجربو شريکولو له لارې د چيني عليپې په شان په دغه هېواد کې د ګرځنده ټليفون په وسيله د Easypaisa سافټ وير غوره کړي او د پاکستان عادی کورنيو او کوچنيو تصديو ته به پولي خدمتونه برابر کړي.
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي هيله څرګنده کړه چې دغه همکارۍ به د ديجيټل تخنيکونو په وسيله د پيسو لګولو چارې پرمخبوزي او د پاکستان خلکو ته به پولي خدمتونه برابر کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |