CRI Online

د زمانې له پرمختګ سره سم د اساسي قانون د تعديلولو له امله به په هر اړخيزه توګه د هېواد قانوني ادارې نوی حالت رامنځته شي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-14 16:31:06

د چين د اساسي قانون د تعديل نامې مسوده د روانې مياشتې په ۱۱نېټه د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې تصويب شوه.له ۱۹۸۲ کال راهيسې يعنې د چين د اوسني اساسي قانون له پلي کېدو راهيسې د چين لوړ پوړې واکمنه اداره د دې قانون ځينې مادې تعديلوي.د ملي ولسي کانګرس د ځينو استازو په اند د زمانې له پرمختګ سره سم د اساسي قانون د تعديلولو له امله به د هېواد د هر اړخيزې قانوني ادارې نوی حالت رامنځته شي او ستر اهميت او ژوره اغيزه به ولري.

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د ګوانګ دونګ ولايت د ګوو دينګ په نوم د دارالوکالې مسئول جو لي يوو په دې اند دی چې په ياده مسوده کې ټولټال ۲۱ مادې شته دي او د اساسي قانون د ځينو مادو د تعديلولو له لارې د دې قانون ثبات ساتل شوی دی.هغه وويل(اواز .........) د اساسي قانون د تعديل نامې په مسوده کې د قانون ثبات ساتل شوی او د ديموکراسۍ او ساينس له مخې د قانون جوړولو لارښوونکی افکار هم پکې وړاندې شوي چې دا د نورو قوانينو د تعديل لپاره لارښوونکی اهميت لري.

د چين د اساسي قانون يوه ځانګړتيا د هېواد د لارښوونکو افکارو ټاکل دي.د نوې مسودې له مخې د پرمختيا علمي نظر او په نوې زمانه کې د چين د خصوصيت لرونکي سوسياليزم په هکله د رئيس شي جين پينګ افکار د اساسي قانون په مقدمه کې زيات شوي او د دې قانون د مرامنامې لومړۍ ماده دا ده چې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم بنسټيزه ځانګړتيا د چين د کمونېست ګوند مشري ده.د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د ګوي جو ولايت لوی څارنوال فو ښين پينګ وويل چې د پرمختيا نوی نظر او لارښوونکي افکار بايد په اساسي قانون کې شامل شي.هغه وويل (اواز............)قانون هميشه تعديليږي.د چين د کمونېست ګوند د ۱۸م ملي کانګرس تر جوړېدو وروسته په تېره بيا د چين د کمونېست ګوند تر ۱۹م ملي کانګرس وروسته د پرمختګ نوی نظر او لارښوونکي افکار جوړ شوي او بايد په اساسي قانون کې ور زيات شي.د چين د کمونېست ګوند په ۱۹ م ملي کانګرس کې د اساسي قانون د تطبيق او نظارت د پياوړتيا په هکله نوې غوښتنه شوې ده.په نوې مسوده کې د چين د ملي ولسي کانګرس د قوانينو کميټې نوم د چين د ملي ولسي کانګرس د اساسي قانون او قوانينو پر کميټې بدل شوی دی. د ملي ولسي کانګرس استازې او د شان دونګ ولايت د يوان دو د دارالوکالې مشرې ګاو مينګ چين وويل (اواز............) دا لازمه ده .يوه خوا ور څخه د اساسي قانون مقام څرګنديږي او قانوني اغيزه يې هم لوړه شوې ده.بله خوا د قانوني اداري سيستم له لحاظه دا هم لازمه ده چې د اساسي قانون او قوانينو کميټې د اساسي قانون او قوانينو په اجرا کولو کې اړين نظارت پياوړې شي.

د اساسي قانون د تعديل نامې په مسوده کې ټاکل شوی چې د سيمې په کچه د ښار ولسي کانګرس او دايمي کميټه به جوړه شي.که اساسي قانون، نور قوانين او اداري قاعدې د خپل ولايت او خپلواکې سيمې له قوانينو سره سمون ونه لري ،.دغه کميټه له قوانينو سره سم ځايی قوانين جوړولی شي او د خپل ولايت او يا خپلواکې سيمې د ولسي کانګرس د دايمي کميټې تر منظورۍ وروسته اجرا کيدای شي.د ملي ولسي کانګرس استازي او د ګان سو ولايت د مدافع وکيلانو ټولنې مشر شانګ لون شنګ په دې اند دی چې دغه ماده به د ځايي ادارې لپاره قانوني ضمانت برابر کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای