CRI Online

په نورو هېوادونو کې چينايانو او چيني اوسيدونکو د چين د اساسي قانون له ترميم او اصلاحاتو څخه ملاتړ څرګند کړل.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-14 17:26:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په تېرو څو ورځو کې په نورو هېوادونو کې ميشتو چينايانو د چين ولسي جمهوريت د اساسي قانون د تعديل نامې پر مسودې تاوده بحثونه وکړل. هغوی د چين نړيوالې راډيو د چينايي ژبې د راډيو په نوې رسنۍ کې خبرې وکړې چې د اساسي قانون تعديلول د چين د خلکو لخوا انتخاب شوې سمه لاره ده او د تاريخ له پرمختګ او د زمانې د اړتياوو سره سمون خوري، نو په نورو هېوادونو کې چينايان او چيني اوسيدونکي ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي.

په انګولا کې د چين د سوداګرانو ټولنې سکرټر جاو هونګ بينګ وويل، چې د اساسي قانون تعديلول د خلکو او هېواد لپاره ګټور دي او له دې څخه د چين په بهر کې د ۶۰ مليونو چينايانو او چيني اوسيدونکو په شمول د ټولو چينايانو نيت او اراده څرګندېږي او د زمانې اړتياوې پوره کولای شي. په نورو هېوادونو کې چينايان او چيني اوسيدونکي په ټينګار سره د اساسي قانون له تعديلولو څخه ملاتړ کوي او د چين له ټولو خلکو سره يو ځای به د اساسي قانون ساتونکي وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای