CRI Online

وانګ يانګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې د مشر په توګه وټاکل شو.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-14 19:21:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې څلورمه عمومي غونډه د مارچ په ۱۴مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه او پکې د دغې کميټې مشر، مرستيالان، عمومي منشي او دايمي غړي انتخاب شول.

د همدې ورځې د مازديګر په پنځو بجو اوولسو دقيقو د دغې غونډې وياند د ټاکنو پايله اعلان کړه چې وانګ يانګ د دغې کميټې مشر په توګه، د جانګ چينګ لي په شمول څليرويشت کسان د مرستيالانو په توګه، شيا باو لونګ د سرمنشي په توګه او نور درې سوه کسان د دايمي غړو په توګه وټاکل شول. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای