CRI Online

ايا په بريتانيا کې د روسيې لخوا د عصبي زهرجنو توکيو د کارولو په اړه سخت اختلاف شته

cri     (GMT+08:00) 2018-03-15 16:07:54

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۴مه نېټه د م م امنيت شورا يوه بېړنۍ غونډه ترسره کړه چې پکې په بريتانيا کې پر اړوندو کسانو د زهرجنو توکو د بريد په اړه ارزونه او بحثونه وشول.

د روانې مياشتې په ۴مه نېټه ۶۶ کلن روسي پخواني جاسوس سيرګی سکريپل او لور په داسې حال کې پيدا شوي چې د بريتانيا د سلسوري ښار د واټ پر غاړه بې هوښه وو. درې ورځې وروسته، د بريتانيا پوليسو دا تاييد کړې چې پر دوی د عصبي زهرجنو توکيو بريد شوی و. بريتانيا حکومت وايي چې روسيې ښايي دغه پېښه ترسره کړې، بريتانيا به د کيمياوي وسلو د بنديز تړون له مخې د دې پېښې په اړه د پلتڼې غوښتنه وکړي. د امريکا او فرانسې په شمول لوېديځو هېوادونو له بريتانيا څخه ملاتړ څرګند کړ.

په م م کې د روسيې دايمي استازي وسلي نيبنزيا وويل، د بريتانيا تورونه د منلو وړ نه دي. هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې شواهد برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای