د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۴مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګی لاوروف له خپل ترکي سيال احمد داود اوغلو سره کتنه کې په مسکو کې وويل، دواړه خواوې هيلمنې دي چې د روسيې لخوا ترکيې ته د اس- ۴۰۰ نمبر د هوايي دفاع توغنديو د برابرولو بهير چټک شي.
د روسيې د خارجه وزارت ويبپاڼې د خبر له مخې، لاوروف په همدې ورځ له داود اوغلو سره تر خبرو اترو وروسته وويل، دواړو خواوو د پوځي تکنالوژۍ په برخه کې د خپلمنځی همکارۍ په اړه بحث وکړ چې پکې د اړوند تړون د تطبيق او د روسيې لخوا ترکيې ته د اس- ۴۰۰ نمبر د هوايي دفاع توغنديو د برابرولو په شمول ځينی موضوعات شامل وو. اوس د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه او پوځي صنعت تصدۍ يو له بل سره په تبادلې بوخت دي.
داود اوغلو وويل، تېر کال ترکيې او روسيې د پورونو تړون لاسليکول د ترکيې لخوا د يادو توغنديو د اخيستلو لومړی ګام دی، د دغو توغنديو د برابرولو تړون چټک تطبيق د دواړو خواوو له ګټو سره سمون خوري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |