CRI Online

د امريکا د مشرانو جرګې د بانکونو د نظارت د نرمېدو قانوني لايحه تصويب کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-15 16:23:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مارچ په ۱۴مه نېټه د امريکا د مشرانو جرګې په ۶۷ موافقو رايو او ۳۱ مخالفو رايو د منځنيو او کوچينو بانکونو د نظارت د نرمېدو قانوني لايحه تصويب کړه او د ارزونې او رايګيرۍ لپاره يې دغه لايحه د استازو جرګې ته وړاندې کړه.

د دې لايحې له مخې، هغه بانکونه چې سرمايه يې له ۲۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه کمه ده، د امريکا د فدرالي زېرمې کمېټې په کلنۍ فشاري ازموينه کې د ګډون اړتيا نه لري. خو مخکې ټول هغه بانکونه چې سرمايه يې له ۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو نه زياته ده، بايد په دغه ازموينه کې ګډون وکړي. اټکل کېږي چې په راتلونکې کې به په فشاري ازموينه کې د ګډون کوونکو بانکونو شمېر له ۳۸ څخه ۱۲ ته کم شي.

د امريکا سپينې ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره له دې لايحې څخه ملاتړ څرګند کړ او و يې ويل، د دې لايحې له امله د استوګنې سيمې د بانکونو لپاره د نظارت دنده کمه شي او د پورونو د ورکولو او اقتصادي پرمختګ د هڅونې لپاره ګټوره ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای