CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي د چين د اقتصادي ودې نوي خوځنده ځواک ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-15 16:24:11

د چين د اقتصادي ودې لپاره د مصرفي خدمتونو لوړتيا ، د اقتصادي ودې د عمده خوځنده ځواک په توګه د خدمتي چارو ګرځېدا او د عصري او نويو تخنيکونو زياته وده په تېرو پنځو کلونو کې د چين د اقتصادي ودې د خوځنده ځواک د نوي کېدو لاسته راوړنه ده. ۲۰۱۸ کال کې د چين د اقتصادي ودې نوي خوځنده ځواک څه دي؟ د اقتصادي ودې د لوړ کيفيت لپاره څه پټ قوت استخراج کيدای شي؟ په دې وروستيو کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس يو شمېر غړو پدې هکله ډېرې څېړنې کړې او ښه وړانديزونه يې کړي دي.اوس مهرباني وکړئ پدې هکله د سي ار ای خپرونه واورئ!

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي يانګ فنګ جي له تېرو شلو کلونو نه د چين د های نان ولايت د دای شا د لي قوم خودمختارې ولسوالۍ د ديان بياو کلي د ګوندي منشي په توګه دنده ترسره کړې ده، پخوا نوموړي د کليوالو په مشرۍ د رابر ونو د کرلو له لارې د کليوالو عايدات زيات کړي او په دې وروستيو کلونو کې يې له کليوالو سره په انټرنيت کې د کرهنيزو توليداتو د پلورلو مرسته کړې چې هغه له اوږدې مودې نه د کليوالو د ژوند د شتمنېدو لارو د لټولو په هڅه کې دی. نوموړي وويل:

(( د انټرنيټ په وسيله مو يام پلورلی او په څو ورځو کې مو ۱۸۰ زره رن مين بي يوانه ترلاسه کړي دي. زموږ کلي کې هغه يو سړی چې د موبايل تليفون او د انټرنيت شبکې په کارولو کې لوی لاس لري، د لسو بې وزلو کورنيو د کرنيزو توليداتو له پلورلو سره مرسته کوي. هغه توليدات چې کليوال يې پخپله نه شي پلورلای، د انټرنيټ له لارې پلورلی شي. کليوال چې غواړي سودا واخلي، خو د انټرنيټ په کارولو نه پوهيږي، هم د هغه سړي په مرستې له انټرنيټ نه شيان اخيستلی شي. کليوال د دا ډول کارپوهانو په مشرۍ د انترنيټي سوداګرۍ د ودې له نعمت نه برخمنيدای شي.))

په چين کې زياتو کليو د تيان بيا کلي په شان دانټرنيټ له لارې کرهنيز توليدات پلورلي چې پدې توګه له بې وزلۍ نه وتلي او وده يې موندلې ده. د نويو تخنيکونو او نويو کاري موډلونو په کارولو سره پخوانيو چارو اصلاحات د چين د حکومت په سږني کاري رپوټ کې د اقتصادي ودې د خوځنده ځواک د پياوړتيا له تدبيرونو څخه يو دی، په دغه رپوټ کې هم راغلي،چې د طب، د بوډاګانو د پالنې، تعليم،کلتور، او سپورټ په شمول زياتو چارو ته به وده ورکړی شي.

د هانکانګ د جونګ لو سيلانۍ ګروپ مشر وان مين د بوډاګانو د پالنې او نورو خدمتي چارو د نوې ودې په اړه وويل:

(( پخوا به مو څه برابر کړل، خلکو ټول مصرفول، راتلونکي کې به څه چې خلک ورته اړتيا ولري، توليدوو به يې ، دا يو بدلون

دی چې موږ ته به د ودې لپاره ډېر نوي خوځنده ځواک راورسوي. مثلاً د زړو کسانو د پالنې چارې، په چين کې د نفوس د زړېدو او د عايداتو په لوړېدو سره به دغې چارې له نويو فرصتونو سره مخامخ شي. نو په راتلونکي کې دې پدې برخه کې د مارکونو ارزښت لوړ کړو.))

په دې وروستيو کلونو کې ګډ اقتصاد، نوي انرژۍ کارېدونکي موټرونه او ځيرک ورځ تر بلې مروج شوي دي. د جيا دو په نوم علمي شرکت مشر ليو وی د ځيرک د پرمختګ په اړه وړانديز وکړ او ويې ويل:

((لومړی، د ځيرک پرمختګ د کارپوهانو له سيالۍ سره تړاو لري، حکومت دې د عصري تخنيکونو زيات کارپوهان راجلب کړي. دوهم، حکومت دې د ځيرک چارو ته مالي اقتصادي مرسته برابر کړي. درېيم، د ځيرک په برخه کې، په تېره بيا په ښارونو کې د ځيرک د کارولو لارې چارې دې طرحه شي. په ښارونو کې د عامه امنيت، ترافيک، طب او ښوونې په شمول زياتو برخو کې د ځيرک د کارولو فضا ډېره پراخه ده.))

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يو شمېر غړو په نظر چين د نړۍ تر ټولو لوی بازار لري او د چارو د بشپړولو توان يې هم ډېر پياوړی دی. ډاډمن دی چې چين به د نوي تخنيکي انقلاب فرصتونه ونيسي او اقتصادي ودې ته به نوي خوځنده ځواک وروبښي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای