CRI Online

امريکا به پر روسيې نوی بنديزونه ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 10:23:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماليې وزارت د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه اعلان کړی چې د روسيې پر پنځو تصديو او ۱۹ تنو کسانو به بنديزونه ولګوي او د دې ترڅنګ يې پرې نيوکه کړې چې ناوړه انټرنټي بريدونه يې کړي د بېلګې په توګه ويې غوښتل چې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا د ولسمشرۍ پر ټاکنې يې اغيزه وکړې.

د امريکا د ماليې وزير سټفن تړنير منوچين په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې د امريکا د دې کړنې موخه د روسيې ناوړه انټرنټي بريدونو ته ځواب ور کول دی. د امريکا د ماليې وزارت به په راتلونکي کې پر روسيې لازيات بنديزونه ولګوي او د امريکا پولي سيستم ته د روسي حکومتي چارواکو او صنعتګرو د ننوتلو مخنيوی به وکړي.(غاټول )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای