CRI Online

د سوريې پوځ په ختيځې غوطه کې يو مهم ځای بيا ونيوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 10:26:10


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق په ختيځه څنډه کې يوه نجلۍ د موټر په وسيله د حکومتي ځواکونو تر کنترول لاندې سيمې ته د انتقال په ترڅ کې 

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د پلازمينې دمشق په ختيځ ښارګوټي په ختيځې غوطه کې يو مهم ځای بيا ونيوه او په زرګونو تنو عادی خلک له دغه ځای څخه وتلي دي. د فبرورۍ په پای کې په ختيځې ګوطه کې د عادی خلکو د وتلو لپاره د بشري لارې له پرانيستلو راهيسي دا تر ټولو زيات عادی خلک دي چې له دغه ځای څخه وتلی دی.

د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ په همدې ورځ د ختيځې ګوتا په منځ کې له وسله والو سره سخته جګړه وکړه او په پای کې يې دغه سيمه بيا نيولې ده. په دغه ځای کې په زرګونو عادی خلک د پوځ له خوا د جوړ شوې امنيتي لارې په وسيله وتلي او د دمشق په شمال ختيځ کې د دوير په علاقه دارۍ کې ځای پر ځای شوي دي.


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق په ختيځه څنډه کې عام وګړي له ختيځې غوطې نه د وتلو په حال کې دي


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق په ختيځه څنډه کې عام وګړي له ختيځې غوطې نه د وتلو په حال کې دي


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق له ختيځې څنډې نه يو عام سړی د وتلو پر مهال له حکومتي سرتېريو سره روغبړ کوي  


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق په ختيځه څنډه کې عام وګړي له ختيځې غوطې نه د وتلو په حال کې دي


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق له ختيځې څنډې نه عام وګړي د وتلو لپاره موټرونو ته د انتظار په حال کې دي

 


د مارچ په ۱۵ مه نېټه د دمشق له ختيځې څنډې نه د ولسي وګړو د ايستلو لپاره د موټرونو اوږد کاروان

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای