CRI Online

د اسيا د بنسټيزو تآسيساتو د پانګونې بانک په بورډ کې پولندي غړي: د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ به د منځني او ختيځې اروپا او د جنوبي ختيځې اسيا خلکو ته ګټې ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 10:35:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په بورډ کې د پولنډ غړي راديک پيفيل د مارچ په ۱۵مه نېټه په جاکارتا کې وويل هغه د چين دوو مجلسونو عمومي غونډو ته ډېره پاملرنه کوي چې د چين د حکومت په کاري راپور کې د ورخلاصون د پراختيا نښه خپره شوې ده او دا د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک د يووالي او همکارۍ له روحيې سره برابره ده. هغه باور لري چې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ به د منځنۍ ختيخې اروپا او د جنوب ختيځې اسيا خلکو ته ګټې ورسوي.

نوموړې وويل د چين د حکومت په کاري راپور کې دا راغلی چې په هراړخيزه توګه د ورخلاصون د نوي جوړښت پرمخبوزي او د يو کمربند او يوې لارې تر پلان لاندې د نړيوالې همکارۍ هڅونه وکړي. هغه وويل د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د لا زياتو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړی، څرنګه چې په دې چوکاټ کې همکارۍ به برخوالو خواوو ته ګټې ورسوي. د ياد بانک عمده کارونه د اسيا او ارام سمندر په سيمه ايزو هېوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې مرسته کول دي او دا د چين د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز سره نژدې اړيکې لري. دا به د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې د اړوندو هېوادونو د پرمختګ هڅونه وکړي او خلکو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای