CRI Online

د م م امنيت شورا يو ځل بيا جنوبي سوډان ته د م م د ځانګړې ليږدوونکې ډلې د ماموريت موده اوږده کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 10:37:05

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مارچ په ۱۵مه نېټه په اتفاق سره پريکړه وکړه چې جنوبي سوډان ته د م م د ليږدوونکې ډلې د ماموريت موده د ۲۰۱۹ کال د مارچ پنځلسمې نيټې پورې اوږده کړي.

په پريکړه ليک کې په جنوبي سوډان کې له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه شوي چې سمدلاسه نښتې ختمې کړي.په پريکړه ليک کې راغلي چې امنيت شورا به هر ډول مساعد تدبيرونه ونيسي او په جنوبي سوډان کې سولې، ثبات او امنيت ته زيان رسوونکو ته به سزا ورکړي.

جنوبي سوډان د ۲۰۱۱ کال په جولای کې له سوډان څخه جلا او خپلواک شوی او په همدې مياشت کې د م م امنيت شورا پريکړه کړې چې په جنوبي سوډان کې د م م ځانګړې ليږدوونکې ډله جوړه کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای