د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د مارچ په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د امريکايي پوځ يوه چورلکه په همدې ورځ د عراق په لويديځ کې ولويده. د امريکا د ملي دفاع وزارت وويل د ابتدائي اټکل له مخې شپږ او يا اووه تنه يې په دغه پيښه کې مړه شوي دي.
د امريکايي پوځ دا چورلکه د عراق په لويديځ کې د سوريې سرحدي سيمې ته نژدې لويدلې. اوس هيڅ داسې نښه نښانه نه شته چې دغه چورلکه له بريد سره مخامخ شوي که څنګه.
د امريکايي پوځ د مرکزي قومندانې د يوې اعلاميې له مخې ژغورونکې ډلې د پيښې ځای ته رسيدلی اوپوځ به د دغې پيښې په هکله پلټنه به تر سره کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |