د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا څارنوالي د روانې مياشتې په ۱۵مه نېټه وويل چې پخواني ولسمشرلي مونګ باک په پوښتنو کې دا منلې چې د ولسمشرۍ ماموريت په موده کې يې له دولتي استخباراتي څانګې څخه يو مليون امريکايي ډالره اخيستي. د لي مونګ باک په مقابل کې د څارنوالۍ پوښتنې د روانې مياشتې له سهار څخه د روانې مياشتې د ۱۵مې نيټې تر سهار وختي پورې روانې وې.يو څارنوال خبري رسنيو ته وويل چې لي مونګ باک منلې چې د جمهوري ماڼۍ د يوه مرستيال له لارې يادې پيسې اخيستې وې.خو لي مونګ باک د دغو پيسو د کارولو په هکله معلومات نه دي وړاندې کړي.څارنوالي ګومان کوي چې دغه پيسې د لي مونګ باک د مېرمنې له خوا کارول شوې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |