CRI Online

د پيسو د نړيوال صندوق مشرې کريستيني لاګاردي د شلو هېوادونو له ډلې څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې لوړتيا مخه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 10:41:25

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د پيسو د نړيوال صندوق مشرې کريستيني لاګاردي د مارچ په ۱۵مه نېټه د شلو هېوادونو ډلې له تګلارو طرحه کوونکو څخه غوښتنه کړې چې د سوداګريزومحدوديتونو د کموالي لپاره ګډې همکارۍ وکړي او د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې لوړتيا مخه ونيسي تر څو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا تمايل وساتي.

نوموړې د پيسو د نړيوال صندوق په ويبپاڼه کې ويلی چې که څه هم اوس مهال د نړيوال اقتصاد د پرمختګ تمايل په مداومه توګه پياوړی کيږي، خو د اقتصاد پرمختګ په ترڅ کې د نړيوالې سوداګرۍ د خړپړتيا حالاتو د انديښنو زياتوالي، د پولي بازار د ناثابت پرمختيا او د چيوپولتيکس د ناثابتوالي په شمول زياتې ننګونې موجودې دې.

لاګاردي وويل د شلو هېوادونو ډلې د ماليې وزيران او د مرکزي بانکونو مشران به په راتلونکې اونۍ کې د ارجنټاين په پلازمينه بونيس ايرس کې د غونډې تر سره کولو په وخت کې د اقتصاد د کمزورتيا د خطرونو مخنيوي په هکله د تګلارو په اړه بحث وکړي تر څو د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا تمايل وساتي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای