د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه خلکو ته د يوه راپور په ور کولو سره له روسي اتباعو څخه غوښتنه وکړه چې په فعاله توګه د ولسمشرۍ ټاکنې په رايګيرۍ کې ګډون وکړي.
د دې هېواد د ولسمشرۍ ويبپاڼې د خبر له مخې پوتين ويلي چې د روسيې د اوسني ولسمشر په توګه د ولسمشرۍ ټاکنې نه مخکې ټولو خلکو ته د راپور ورکول زما لپاره ډېر مهم دي.د روسيې له اساسي قانون سره سم خلک د دولتي واکونو يوازنۍسرچينه ده او د روسيې راتلونکی به د هر روسي اتباعو له ارادې سره سم پرېکړه وشي.
هغه دې ته اشاره وکړه چې د روسيې د ولسمشرۍ ټاکنې ازادې دی او هيله لري چې هر روسي په پوره توګه خپل حق وکاروي او د روسيې د راتلونکې لپاره په فعاله توګه د ولسمشرۍ په ټاکنې کې ګډون وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |