CRI Online

امريکا، جرمني، فرانسي او بريتانيا له روسيې څخه غوښتنه وکړه چې په بريتانيا کې د روسيې د پخواني استخباراتي کارکوونکي د مسموميت پيښې په اړه دې وضاحت ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 16:19:17

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا، جرمني، فرانسي او بريتانيا مشرانو د مارچ په ۱۵مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له روسيې څخه غوښتنه وکړه چې په بريتانيا کې د روسيې د پخواني استخباراتي کارکوونکي د مسموميت پيښې په باره کې دې وضاحت ورکړي. په همدې ورځ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د روسيې فدرالي امنيتي غونډه تر سره کړه چې په وروستې موده کې د روسيې په هکله د بريتانيا تګلارو ته ډېره پاملرنه څرګنده کړه.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل، د فرانسي ولسمشر ايمانويل مکرون او د بريتانيا لومړي وزيرې تيريسا مې د مارچ په ۱۵مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له روسيې څخه غوښتنه وکړه چې د روسيې د پخواني استخباراتي کارکوونکي سيرګي سکريپال او د ده لور په وړاندې د بريد پيښې په باره کې دې وضاحت ورکړي.

د څلورو هېوادونو مشرانو په اعلاميه کې ويلی چې دغه پيښه زموږ داخلي امنيت ته ګواښونه رسولي دي او پر روسيې يې نيوکه وکړه چې د کيمياوې وسلو د مخنيوي له تعهد نامې او نړيوال قانون څخه سرغړونه کړې ده او له روسيې څخه يې غوښتنه وکړه چې د نويچوک په نامه د زهرجنو موادو په هکله اړوند مالومات او پلانونه د کيمياوې وسلو د مخنيوي ډلو ته ښکاره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای