CRI Online

د چين د ښوونې وزير: چين له نورو هېوادونو سره په ګډه توګه ۲۶۰۰تعليمي ارګانونه او پروژې جوړې کړې دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 16:49:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ښوونې وزير چن باو شنګ د مارچ په ۱۶مه نېټه د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د چين حکومت تل پر هغه اصل ټينګار کوي چې چين ته بهرني ارګانونه ننووځي او نورو هېوادونو ته چيني ارګانونه ورشي. تر اوسه پورې چين له نورو هېوادونو سره په ګډه توګه ۲۶۰۰ تعليمي ارګانونه او پروژې جوړې کړې دي.

نوموړي وويل، چې زموږ موخه دا ده چې د يادو همکاريو په رڼا کې يو د بل نيمګرتياوې پوره شي او ګډې ګټې پياوړې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای