CRI Online

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د تجويزونو ۳۲۵ مسودې او د استازو ۷۱۰۰ وړانديزونه تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-16 20:07:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، اوس د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه په بېجينګ کې روانه ده. د دغې غونډې د دارالانشاُ د تجويزونو ګروپ مشر ګوه جن هوا د مارچ په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د تجويزونو د مسودو د اخيستلو د پای ته رسېدو تر وخت پورې، دغه ګروپ د مختلفو پلاويو او استازو لخوا وړاندې شوي د تجويزونو ۳۲۵ مسودې او له ۷۱۰۰ څخه زيات وړانديزونه تر لاسه کړي دي. اوس د دغې غونډې دارالانشاُد يادو مسودو او وړانديزونو په حلولو او پلي کولو بوخت دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای