CRI Online

د چين د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو لايحه د ملي ولسي کانګرس له خوا تصويب شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 10:32:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مارچ د ۱۷مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې يوه عمومي ناسته تر سره شوه چې په کې د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو لايحه تصويب شوه.

د يادو اصلاحاتو موخه دا ده چې په عمده او کيليدي ساحو کې د حکومتي ارګانونو د دندو تنظيمول،دحکومتي ارګانونو د مسئوليت روښانول، د حکومتوالۍ سيستم قانوني کول او د حکومت د تطبيق توان لوړول دي څو د خلکو په خوښه حکومت جوړ شي.له يادې لايحې سره سم ،تر اصلاحاتو وروسته به دولتي شورا له اداري دفتر نه پرته د نورو ۲۷ څانګو له خوا جوړه شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای