د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د جنوبي او شمالي کوريا د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو تشکيلاتي کميټې د مارچ په ۱۶مه نېټه لومړۍ عمومي غونډه تر سره کړه.تر غونډې وروسته د يادې تشکيلاتي کميټې مشر او د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ ماڼۍ د سکتريت دفتر مشر ايم جونګ سيوک وويل ، دغې کميټې پرېکړه وکړه چې په رسمي توګه به شمالي کوريا ته وړانديز وکړي چې د روانې مياشتې په پای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړې خبرې اترې تر سره کړي.هغه زياته کړه چې دواړه خواوې اوس د جنوبي او شمالي کوريا د مشرانو ترمنځ د ټلېفوني کرښې د پرانيستنې په اړه بحث کوي.که لوړپورې خبرې اترې د روانې مياشتې په پای کې تر سره شي،ښايي ټلېفوني کرښه جوړه شي.
بر سېره پر دې،د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای ين د روانې مياشتې د ۱۶مې نېټې تر غرمې وروسته د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره ټلېفوني خبرې وکړې او د کوريا د ټاپووزمې حالاتو د بدلون په اړه يې ورسره د نظريو تبادله وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |