CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: روسيه به د بريټانيا ډيپلوماتان وشړي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 10:34:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مارچ په ۱۶مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې وويل چې له بريټانيا څخه د ۲۳ تنو روسي ډيپلوماتانو شړل کېدو ته په غبرګون کې به روسيه بريټانوي ډيپلوماتان وشړي.خو لاوروف په دې اړه نور تفصيلات ورنه کړل.

په همدې ورځ په استانا کې د سوريې مسئلې په اړه د روسيې،ترکيې او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ درې اړخيزې خبرې اترې وکړې.لاوروف تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د روسيې پخواني استخباراتي کارکوونکي د مسموميت پېښه د روسيې پر ضد د بريټانيا تازه عمل دی او دغه پېښه مخکې له مخکې په پام کې نيول شوی وه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای