د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې پوځ د مارچ په ۱۶مه نېټه وويل چې حکومتي ځواکونو د پلازمينې دمشق په ختيځ ښارګوټي د ختيځې غوطې ۷۰سلنه ځمکه نيولې ده،سوري ځواکونه به په خوندي توګه د عامو وګړو ايستلو ته ادامه ورکړي.
د سوريې د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې حکومتي ځواکونو د ختيځې غوطې لسګونه کلي او کرهنيز فارمونه نيولي دي او له عامو وګړو څخه يې غوښتنه کړې چې له ختيځې غوطې څخه ووځي،حکومتي ځواکونه به عامو وګړو ته د خوندي وتلو ډاډ ورکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |