CRI Online

د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز موافقه ليک د ګډې کميټې ۱۱مه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 11:43:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د ذروي مسئلې په اړه شپږو هېوادونو او ايران د اطريش په ويانا کې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د هراړخيز موافقه ليک د ګډې کميټې ۱۱مه غونډه تر سره کړه.د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو د ادارې سرمنشي هيلګه سچميد د دې غونډې مشري وکړه او د ايران د بهرنيو چارو د وزير مرستيال عباس عراقچي،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د تګلارو د جوړونې څانګې مشر هوچ او د روسيې ،بريټانيا،فرانسې او جرمني اړوندو چارواکو په کې ګډون درلود.د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځي کنترول رياست مشر وانګ چيون په مشرۍ پلاوي هم دغه غونډه کې ګډون درلود.

وانګ چيون د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ د عمومي مدير د تازه راپور هرکلی وکړ او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې په پر له پسې توګه هراړخيز موافقه ليک پلی کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای