CRI Online

شي جين پينګ د چين د نوې دورې د دولت رئيس په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 11:43:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،مخې،د مارچ د ۱۷مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې پنځمه عمومي ناسته تر سره شوه.شي جين پينګ د ټولو رايو په ګټلو سره د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې د رئيس په توګه وټاکل شو.

په ياده غونډه کې لي جان شو د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي چارو کميټې د مشر او وانګ چي شان د چين د دولت رئيس د مرستيال په توګه وټاکل شول.

تر يادې غونډې وروسته د اساسي قانون د لوړې مراسم تر سره شول.دا لومړی ځل دی چې د چين مشرانو په ملي ولسي کانګرس کې د اساسي قانون د لوړې مراسم تر سره کړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای