CRI Online

امريکا، جاپان او جنوبي کوريا به پر شمالي کوريا فشار ته دوام ور کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-03-17 16:37:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير جون سوليوان د فبرورۍ په ۱۶ مه نېټه په واشينګټن کې په جلا جلا توګه د جاپان له بهرنيو چارو وزير تارو کونو او د جنوبي کوريا له بهرنيو چارو وزير کانګ کيونګ وا سره کتنه وکړه. درو خواوو وويل چې پر شمالي کوريا به فشار ته دوام ور کړي تر څو شمالي کوريا له اټومي وسلو څخه لاس واخلي.

د امريکا سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپورولو سره وويل چې ټرمپ د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين سره د ټلېفون له لارې خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو وويل چې واقعی عملونه له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو لپاره مهم دی. ټرمپ په ټلېفون کې بيا خپل نيت تکرار کړ چې د مې مياشتې له پای څخه وړاندې به له کيم جونګ اون سره کتنه ولرم.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای