شي جین پینګ په ټولو رايو سره د دولت رئیس په توګه وټاکل شو
د روانې میاشتې د ۱۷ مې نیټې په سهار د ۱۳ مې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په یوه بی نامه رایګرۍ کې شي جین پینګ د چین د ولسي جمهوریت د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیسیون د رئیس په توګه وټاکل شو. ورپسی هغه د نږدی ۳۰۰۰ تنه استازیو په حضور کې د اساسي قانون سره سمه لوړه وکړه چې دا د ملي ولسي کانګرس په تاریخ کې لومړی ځل دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |