د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۷مه نېټه د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل په بلنه ورسره تلېفوني خبرې وکړې.
مېرمن ميرکيل د چين د دولت رئيس په توګه د منتخبېدو په مناسبت شي جين پينګ ته مبارکي ورکړه او و يې ويل چې جرمني له چين سره د اړيکو د لا ټينګولو په هڅه کې دی او غواړي خپلمنځي لوړ پوړی تګ راتګ او نوبتي خبرې اترې پياوړې کړي. جرمني د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ملاتړ کوي او هيله لري چې د همکاريزو پروژو له لارې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.
شي جين پينګ له دې امله ميرکيل ته مبارکي وويله چې د جرمني د نوې دورې صدراعظمې په توګه ټاکل شوې ده. نوموړي خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چين او جرمني د نړۍ لوي هېوادونه او ثابت مهم ځواکونه دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو په چوکاټ کې په لوړه سويه ټينګې شوې دي. دواړه هېوادونه بايد د همکارۍ او ګډو برياليتوبونو نمونه وګرځي او د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې دې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
دواړو مشرانو د نړيوال سوداګريز نظام په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |