CRI Online

د چين د دفاع وزارت: چيني ځواکونه د امريکا او تايوان ترمنځ د تګ راتګ له لايحې سره ټينګ مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-03-18 10:46:27

پر ځايي وخت د مارچ په ۱۶مه نېټه امريکا له تايوان سره د تګ راتګ لايحه لاسليک کړه. د ۱۷مې نېټې په ماښام د چين د دفات وزارت وياند د ياد خبر په اړه خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې چيني ځواکونه له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي وويل، تايوان د چين يوه برخه ده او د تايوان مسئله د چين د کورنيو چارو پورې اړونديږي. ياده لايحه د يو چين پېژندلو له اصل او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه سخته سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده، او د چين او امريکا د پوځونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو پر فضا يې بد اغيز کړی دی. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې خپله غلطي سمه کړي او ياده لايحه عملي نه کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای