CRI Online

لي که چيانګ د چين د صدراعظم په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-03-18 11:22:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د مارچ په اتلسمه نېټه سهار په بېجينګ کې د رايګيرۍ له لارې لي که چيانګ د چين د صدراعظم په توګه، يانګ شياو دو د چين د ملي نظارت کميسيون د مشر په توګه وټاکل.

د رايګيرۍ د نتيجې له مخې، شو چي ليانګ او جانګ يو شيا د چين د مرکزي پوځي کميټې د مرستيالانو په توګه، جو چيانګ د سترې ولسي محکمې د مشر په توګه او جانګ جون د لويې څارنوالۍ د لوی څارنوال په توګه وټاکل شول.

ورپسې، لي که چيانګ او يانګ شياو دو په جلا جلا توګه اساسي قانون ته لوړه وکړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای